Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر د دوه سایټونو په فعالېدو زرګونه تنو مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی وموند.
۱ دلو ۱۴۰۳

لوګر د دوه سایټونو په فعالېدو زرګونه تنو مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی وموند.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤلین وایي، چې د دوی په غوښتنه، د اترا ادارې او د ام ټي ان مخابراتي شرکت په ګډه همکاري دوه نوي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول،  چې د دوی په وینا؛ ورسره زر ګونه تنو با کیفته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی وموند.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیع الله عابد وایي، د ام ټي ان مخابراتي شبکې دغه دوه نوي سایټونه، د دې ولایت مرکز اړوند سیمو کې نصب شوي دي.
عابد ویلي چې، د ولسونو په غوښتنه د با کیفیته او لوړ سرعت انټرنیټي خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د دغه مخابراتي شبکې له لوري د مرکز په ګډون محمدآغې، خوښۍ او برکي برک ولسوالیو کې هم د ١٥ نورو سایټونو خدمات له 2G او 3G څخه 4G خدماتو ته لوړ شوي دي.

مطالب

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ