Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د «بوکسېنګ» یو ورځنۍ سیالي وشوې
۱۲ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې د «بوکسېنګ» یو ورځنۍ سیالي وشوې

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د «بوکسېنګ» ورزش یوه ورځنۍ سیالي وشوې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي وویل، دا سیالي د ولایت په کچه د پنځه غوره کلبونو او ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

ده وویل، «له دې سیالیو جوړیدو څخه موخه لوګر ولایت کې د بوکسېنګ ورزش ته وده ورکول، د ورزش کارانو ترمنځ تجربو شریکول او همدارنګه د بوکسېنګ ورزش غوره لوبغاړو په نښه کول وو.»

نعیم‌زي زیاته کړه، لوګر د بوکسېنګ برخه کې د هېواد په کچه غوره لوبغاړي لري او هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د بوکېسنګ ورزش ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې او همدارنګه د ولایتونو په کچه د سیالیو تر سره کولو زمینه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي، په شویو سیالیو وکې لومړی مقام باتوران لوبډلې، دوېم مقام خالدبن ولید لوبډلې او دریم مقام د کډوالو ښارګوټي لوبډلې ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو یوه ګډونوال محمد اصف وویل، خوښ دی چې په لوګر ولایت کې د بوکسېنګ ورزش یوه ورځينۍ سیالۍ ترسره شوې.

ده وویل، د ورته سیالیو جوړیدو څخه ورزشکاران کولای شي چې غوره تجربې ترلاسه کړي.

نوموړي د بدنې روزنې او ورزش امریت ته وړاندیز وکړ چې د بوکېسنګ ورزش لوبغاړو ته د ولایت په کچه د ظرفیت لوړونې پروګرام او سیالۍ جوړې کړي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د غېږنېونې(پهلواني) یوه ورځينۍ سیالۍ جوړې شوې وې.

مطالب

سپورت
کرکت
جیم

دا خبر نورو سره شریک کړئ