Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې د تندر لوېدو پېښه کې دوو ماشومانو ژوند بایللی.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

پکتیا کې د تندر لوېدو پېښه کې دوو ماشومانو ژوند بایللی.



ځايي مسوولان وايي، تېر مازيګر جمعه شاوخوا درې نیمې بجې مرکز ګردېز کې د باران پرمهال تندر لوېدلی چې د «نيازيو» کلي کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتيا د پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي نثار احمد نجات وويل، مړه شوي ماشومان نجیب‌ الله او محمد الله نومونه لري.

د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلان زیاتوي چې د شدید ورښت او سېلاب راوتو له امله په جانيخيل، احمدخيل او ځینو نورو سيمو کې د خلکو لسګونه څاروي، سلګونه مېوه لرونکې او غیر میوه‌لروونکې ونې او په لسګونه جریبه کرنيز فصلونه له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د تندر پرېوتو له امله خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مطالب

پکتیا کې د تندر لوېدو پېښه کې
دوو ماشومانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ