Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپینه ماڼۍ: پر غزې د اسراییلو برید زموږ په همغږۍ شوی.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

سپینه ماڼۍ: پر غزې د اسراییلو برید زموږ په همغږۍ شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لېویټ، له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې اسراييلو د غزې پر ضد د مرګونو بریدونو تر ترسره کولو مخکې د ټرمپ له حکومت سره همغږي کړې وه. نوموړې ویلي، “د ټرمپ اداره او سپینه ماڼۍ د اسراييلو د نن سهار له بریدونو خبر وو.”  د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

مطالب

سپینه ماڼۍ
پر غزې د اسراییلو برید
زموږ په همغږۍ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ