Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ به یوه کال کې ټوله فعاله شي.
۳۰ حمل ۱۴۰۴

ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ به یوه کال کې ټوله فعاله شي.

د خواف ـ هرات پټلۍ د پروژې مسوول ویلي، ایران پلان لري چې د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې د څلورمې برخې پاتې نیمګړي کارونه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې بشپړ کړي. 

د دغې پروژې مدیر حافظ سادات نژاد د ایران ایسنا اژانس ته ویلي، چې د پټلۍ فعالیت په ۲۰۲۰ کال کې په څلورو پړاونو کې د ایران د شمال ختیځ خواف د افغانستان تر هرات ولایت پیل شوی. 

د دغې پروژې دوه برخې په ایران او دوه یې په افغانستان کې دي، چې د پروژې د درېیو برخو د جوړولو مسوولیت یې د ایران په غاړه دی. 

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې اوسمهال دا پټلۍ یوازې د بار وړلو لپاره کارول کېږي، خو تمه ده چې دا پټلۍ به د مسافرو د انتقال وړتیا هم پیدا کړي. د خواف–هرات ریل پټلۍ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې۷۸ کیلومتره په ایران او ۱۴۷ کیلومتره په افغانستان کې موقعیت لري.

مطالب

ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ
به یوه کال کې ټوله فعاله شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ