Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ترکیې لپاره د افغانستان نوی سفیر معرفي شو.
۵ سرطان ۱۴۰۴

د ترکیې لپاره د افغانستان نوی سفیر معرفي شو.

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي پرون په انقره کې شیخ صنیع‌ الله فرهمند د ترکیې لپاره د افغانستان د فوق‌ العاده استازي او لوی سفیر په توګه معرفي کړی دی. 

سرچینې ویلي، چې معرفي غونډه د افغان سفارت په انګړ کې جوړه شوې وه، چې د رسمي پلاوي ترڅنګ د افغان ټولنې مشرانو او علماوو هم ګډون درلود.

 ښاغلي متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې عادي بللي، دا یې یو مهم پرمختګ بللی او د اړیکو د لا ښه‌ والي لپاره یې د نوي سفیر هڅو ته هیله مندي ښودلې ده.

مطالب

د ترکیې لپاره
د افغانستان نوی سفیر معرفي شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ