لوګر کې د ۱۵ ښوونځیو پر جوړېدو به ۱۰زره ماشومان زده کړو ته لاسرسی پیداکړي.
د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي، راتلونکي ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۵ نوي لومړني ښوونځي پرانیزي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمدشاه پور عرب زینت راډیو ته وویل، دا ښوونځي د علماوو او قومي مشرانو له غوښتنو سره سم په هغو سیمو کې، چې ښوونځي شتون ونه لري او ماشومان یې زده کړو ته لاسرسی نه لري، نوي پرانیستل کېږي.
عرب زیاتوي، د نوموړو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی چې په پرانیستو سره به یې شاوخوا لس زره ماشومان زدهکړو ته لاسرسی ومومي.
بل لور ته د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پوهنې وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او لروپرتو ولسوالیو کې نوي ښوونیزي پرانېستل کېږي، خو ټینګار کوي چې شته ښوونځیو لپاره هم د ودانیو نشتون، د زدهکوونکو د کتابونو او همدارنګه د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزو ته دې اړوند مسوولین رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر پوهنې ریاست په نوي ښوونیز کال کې په خپلو ټولو ښوونځیو کې د ۱۸زره نویو زدهکوونکو د جذبولو خبر هم ورکړی دی.