Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
۱ حمل ۱۴۰۴

غزني کې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د غزني ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې شبکې په جوړېدو سره به د سیمې ۱۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. سرچینې ویلي، چې په یاده پروژه کې د یوې ذخیري جوړولو، د ۶ زره ۵۱۰ متره په اوږدوالي د پایپ غځولو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړولو چارې شاملې دي.

مطالب

غزني کې لسګونو
کورنیو ته د څښاک
اوبه برابرېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ