سالنګ لویه لار د هر ډول تک او راتک پرمخ تړل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د تیرې شپې له ۲بجو راپدېخوا د درندې واورې اوریدو او توپان له امله یاده لویه لار د هر ډول موټرو تک او راتک پرمخ تړل شوې.
نوموړې ویلي تخنیکي ټیم د واورې په پاکېدو لګیا دي او له موټر چلونکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا په نوموړې لویه لار تک او راتک مه کوئ.