Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بهر ته د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.
۲۴ دلو ۱۴۰۳

بهر ته د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې سلګونه زره ټنه مېوه او سبزيجات له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي. په دې صادراتو کې پیاز، کچالو، تازه میوې او نور سبزیجات شامل دي، چې ارزښت یې میلیونونه ډالرو ته رسېږي. د یادې خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وایي، چې که څه هم پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیو د حاصلاتو په موسم کې خنډونه رامنځته کړي وو، خو بیا هم توانېدلي یو چې منځنۍ اسیا، هند او عربي هېوادونو ته مېوې او سبزیجات صادر کړو.

مطالب

بهر ته د افغانستان
د مېوو او سبزیجاتو
په صادراتو کې
زیاتوالی راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ