Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپینه ماڼۍ: امریکا ایران ته ډېر ښه او د منلو وړ وړاندیز کړی.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

سپینه ماڼۍ: امریکا ایران ته ډېر ښه او د منلو وړ وړاندیز کړی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي، چې امریکا ایران ته ډېر ښه او د منلو وړ وړاندیز کړی خو زیاتوي که ایران د امریکا دغه وړاندیز و نه مني، نو له جدي پایلو سره به مخ شي.

 لویټ د هغې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه، چې ګواکې امریکا ایران ته داسې وړاندیز کړی چې له مخې یې ایران کولی شي د ټیټې کچې یورانیم غني کړي، خو ویې ویل: «موږ د رسنیو له لارې مذاکرات نه کوو.

 دا په داسې حال کې ده، چې وال سټریټ ژورنال د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات چمتووالی نیسي چې ایران ته یوه داسې «شرط پاڼه» وړاندې کړي، چې په کې د یورانیمو غني کول پای ته ورسېږي.

مطالب

سپینه ماڼۍ
امریکا ایران ته ډېر ښه
او د منلو وړ وړاندیز کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ