Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي
۳۰ جدی ۱۴۰۳

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي او له‌منځه وړل شوي دي.

د دوی په وینا، یاد نشه‌يي توکي د بهرامچې، ګرشک، سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د هلمند د امنیه قومنداني ویاند ملا عزت‌الله حقاني رسنیوته وویل، د نشه‌يي توکو د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرې اوونۍ پرمهال په یادو ولسوالیو کې ۶۵۱۰ لیټره تېزاب، ۱۶۰۰ لیټره ټينر، ۲۲۵۰ کېلو ګرامه اومان، ۱۱۲۵ کېلو ګرامه اهاک، ۲۵۰ کیلوګرامه سوچمه او ۱۱ کیلوګرامه سود نیولي دي.

هغه وویل چې ټول نیول شوي نشه‌يي توکي او تېزاب له‌منځه وړل شوي او پنځه باروړونکي موټر اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د امنیه قومنداني د ویاند په وینا، د نشه‌يي توکو د مبارزې مدیریت په دې وروستیو کې ګڼې لاسته‌راوړنې لري او د دې ناوړه کاروبار پرضد یې، هڅې جدي دي.

د امنیه قومنداني چارواکي وايي چې دا عملیات د نشه‌يي توکو د له‌منځه وړو لپاره د دوی د ژمنو یوه برخه ده او په راتلونکي کې به هم ورته اقدامات دوام ولري.

مطالب

د هلمند امنیتي مسوولان
نشه‌يي توکي

دا خبر نورو سره شریک کړئ