Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ د لوی اختر په رخصتیو کې ۵۵ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي.
۲۰ جوزا ۱۴۰۴

پاکستان؛ د لوی اختر په رخصتیو کې ۵۵ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په خېبرپښتونخوا کې د لوی اختر تېرو درېیو ورځو په اوږدو کې ۵۵ کسان مړه او ۴۳۱ نور ټپیان شوي دي. 

د راپور له مخې د موټرو ټکر، اورلګېدنې، په اوبو کې ډوبېدل او نورې پېښې د دې کسانو د مړه کېدو لاملونه بلل کېږي. په راپور کې راغلي چې ترټولو ډېر ۱۴ کسان د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې او ۱۳ نور بیا په پېښور ښار کې مړه شوي دي. 

هري پور، نوشېره، هنګو، کُرمه، دېره اسماعېل خان، بنو، بونیر او بټ‌ګرام یو په بل پسې هغه سیمې دي، چې د لوی اختر په تېرو درېیو ورځو کې د مرګونو پېښو شاهدانې وې.

مطالب

پاکستان؛ د لوی اختر په رخصتیو کې
۵۵ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ