Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پکتيکا امنيه قومنداني: پاکستان پر برمل بمباري نه‌ده کړې.
۲۹ دلو ۱۴۰۳

د پکتيکا امنيه قومنداني: پاکستان پر برمل بمباري نه‌ده کړې.



د پکتیکا د امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت پر برمل ولسوالي پاکستاني جېټ‌الوتکو بمباري نه‌ده‌کړې.

د امنیه قومنداني له‌خوا نن سه‌‌دوشبه، سلواغې ۲۹مه په خپره شوې خبرپاڼه کې هغه ټولې اوازې رد شوي چې ګواکې پاکستاني جيټ‌الوتکو پر برمل بمباري کړې.

خبرپاڼه زياتوي:«په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي هغه شایعات په کلکه ردوو چې ګواکې پاکستاني جېټ‌الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي پر خاوره بمبار کړی دی. د لاسته‌راغلو کره معلوماتو له مخې، یاده بمبارۍ د اغزن تار هاخوا، د شمالي او جنوبي وزیرستان په سیمو کې شوې ده، نه د افغانستان پر خاورې.»

په ورته مهال د پکتيکا په برمل او د پکتيا په ډنډپټان کې سرچينورسنیو ته ويلي چې د يادو ولسواليو په اړوند سيمو کې هېڅ ډول بمباري نه‌ده شوې.

د پکتيکا امينه قومنداني په خبرپاڼه کې له ټولو خبریالانو او رسنیو غوښتنه شوې چې ناسم او بې‌‌بنسټه معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

څه موده وړاندې د پکتيکا برمل ولسوالي کې د پاکستاني جيټ‌الوتکو بمبار کې وزيرستاني کډوال چې ملکیان وو، مرګ‌ژوبله ورته اوښتې وه.

مطالب

د پکتيکا امنيه قومنداني
پاکستان پر برمل بمباري نه‌ده کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ