Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بارسلونا له ریال ماډریډ د کوپا‌دېل‌رې فوټبال جام وګاټه.
۷ ثور ۱۴۰۴

بارسلونا له ریال ماډریډ د کوپا‌دېل‌رې فوټبال جام وګاټه.



د اسپانیا کوپا ډېل رې فوټبال جام په پای‌لوبه کې بېګاه شپه بارسلونا لوبډلې یو ځل بیا ریال ماډریډ ته ماته ورکړه او د ۳۲ ځل لپاره یې، دغه جام په خپل نوم کړ.

بارسلونا لوبډلې په دې لوبه کې ۳-۲ په پایلې سره خپل سیال ته ماته ورکړه. د بارسلونا لپاره په وروستیو شېبو کې جولېس کُنډې درېیم ګول وواهه او خپله لوبډله یې، بریا ته ورسوله.

د بارسلونا لپاره دوه نور ګلونه بیا پډري او تورېس او د ریال لپاره هم کېلیان امباپې او شوامینې ګول‌‌وهنې وکړې.

په دې لوبه کې د ریال ماډریډ درېوو لوبغاړو سره کارټونه ترلاسه او له لوبې بهر شول. بارسلونا لوبډلې له دې وړاندې د اسپانیا د حذفي جام په پای‌لوبه هم ریال ته ماتې ورکړې وه.

په ورته مهال د لالیګا فوټبال لیګ کې بیا بارسلونا د جدول په لومړي او ریال ماډریډ هم دویم ځای لري چې د دواړو لوبدلو ترمنځ کېدونکې لوبه به د یاد لیګ اتله لوبډله په ډاګه کړي.

ریال ته سږکال یوازې همدا د اسپانیا لیګ ورپاتې چې اتلولي یې، خپله کړي او پاتې نور د پام او مشهور جامونو څخه بهر شوی دی.

مطالب

بارسلونا له ریال ماډریډ
د کوپا‌دېل‌رې
فوټبال جام وګاټه

دا خبر نورو سره شریک کړئ