Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د جي ۷ مشران نن په کاناډا کې غونډه پیلوي.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

د جي ۷ مشران نن په کاناډا کې غونډه پیلوي.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو (G7) مشران نن په کاناډا کې خپله غونډه په داسې حال کې پیلوي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د روانې جګړې نن څلورمه ورځ ده او پر دې غونډې یې هم سیوری اچولی دی.

 د غونډې تمرکز چې تر دې وړاندې د نړۍوالو اقتصادي مسایلو او تجارتي ستونزو پر حل و، اوس د منځني ختیځ ژور بحران ته اوښتی. 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باور لري چې جګړه ممکن تهران دې ته اړ کړي چې د اټومي تړون منلو ته چمتو شي. 

د برېتانیا او فرانسې مشرانو هم پر ایران غږ کړی، چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي او د سولې خبرو ته راستون شي.

مطالب

د جي ۷ مشران
نن په کاناډا کې غونډه پیلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ