Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د جنایي پېښو مخنیوي پرمهال یو شمېر وسلې نیول شوي.
۲۰ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د جنایي پېښو مخنیوي پرمهال یو شمېر وسلې نیول شوي.

د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د روان کال په اوږدو کې، د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په یو شمېر سیمو کې د بېلابېلو جنایي پېښو مخنیوي پر مهال یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوي دي.

 د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس، د محمدآغې ولسوالۍ د امنیه قومندان مولوي احمدالله عرفان له قوله ویلي، چې په ترلاسه شویو وسلو کې ۷ میله توپانچې او څلور میله ښکاري ټوپکونه شامل دي.

ښاغلی انس زیاتوي، یادې وسلې د دوشنبې په ورځ د لوګر امنیه قومانداني اړوند، د بې وسلې کولو آمریت (ډایاک) ته وسپارل شوې.

مطالب

لوګر کې
د جنایي پېښو مخنیوي
پرمهال یو شمېر وسلې نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ