Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړه وشوه.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړه وشوه.

افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانیستلو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي. د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او ګډې جرګې غړي، عزیز الرحمن ویلي، د لارې پرانیستلو په اړه دواړو لورو هوکړه کړې او ټاکل شوې نن ماښام د تورخم دواړه لوري د لارې پرانیستلو په اړه د ترتیباتو نیولو لپاره د همغږۍ غونډه وکړي. ټاکل شوې چې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي. نږدې ۲۵ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې چې له امله یې، دواړو لوریو ته له توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي.

مطالب

د تورخم دروازې
پرانېستو په اړه
هوکړه وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ