Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اماني صندوق: ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کړې.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

اماني صندوق: ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کړې.

په سویس کې د افغانستان د مرستو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی، چې ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ مېلیون ډالره مرسته کړې ده. دغه صندوق سه شنبه د کب پر ۱۴مه پر اېکس پاڼه د افغانستان له خلکو سره د ډنمارک د دې مرستې هرکلی کړی دی. د دغه صندوق په وینا، دا مرسته د افغانانو د پیاوړتیا په ځانګړې توګه په هېواد کې د نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده. بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. په همدې حال کې اوچا د اړمنو خلکو د لاسنیوي لپاره د ۲.۲۴ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده چې په روژې میاشت کې په مېلیونونو افغانان نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه له کوم ځایه ترلاسه کړي.

مطالب

اماني صندوق
ډنمارک له افغانستان
سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ