Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کشمیر؛ د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
۵ ثور ۱۴۰۴

کشمیر؛ د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

یوې هندي رسنۍ اې اېن ای راپور ورکړی، چې نن د جمعې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر اړوند د کنټرول کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د پوځيانو تر منځ ډزې شوې دي.

 تر اوسه پورې د دغې نښتې له امله د زیانونو مالومات نه دي ورکړل شوي. سرچینې چې د هند له پوځ سره تړاو لري ویلي، چې د هند پوځ هم ځواب ورکړی دی.

 تر اوسه پورې د هند او پاکستان حکومتونو په رسمي توګه د دغې نښتې په اړه څه نه‌ دي ویلي او نه هم د مرګ ژوبلې یا زیانونو راپور ورکړل شوی دی.

 د هند او پاکستان ترمنځ حالات وروسته تر هغې ترینګلي شو، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۵ تنه سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

مطالب

کشمیر
د هندي او پاکستاني
ځواکونو ترمنځ نښته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ