Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګ؛ د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې نن پيل شوې.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

میدان وردګ؛ د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې نن پيل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د میدان وردګو  ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايې پروژو چارې نن پيل شوې دي. 

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزير ملا محمد یونس اخندزاده او يو شمېر سيمه ييزو مسئولینو، علما کرامو او مشرانو ګډون کړی و. سرچینې ویلي، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلګوټو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

مطالب

میدان وردګ
د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیاي
پروژو چارې نن پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ