Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د قوشتېپې کانال زرغونتیا په موخه؛ لوګر کې ۱۷۰زره نیالګي را غونډ شوي.
۵ حوت ۱۴۰۳

د قوشتېپې کانال زرغونتیا په موخه؛ لوګر کې ۱۷۰زره نیالګي را غونډ شوي.

د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت د بزګرانو له لوري، د قوشتېپې کانال زرغونتیا په موخه ١٧٠ زره قلمه، چنار او سنځلو نیالګي راټول شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر، قاري عبدالبصیر شاهد وویل، یاد نیالګي د کرنې ریاست په نوښت د دې ولایت مرکز، څرخ، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو د بزګرانو په مرسته راټول شوي دي.

ښاغلی شاهد وایي، یاد نیالګي د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره د اَشر په پایله کې راټول او د ملي پراختیا ادارې استازو ته نن وسپارل شول.

مطالب

د قوشتېپې کانال زرغونتیا په موخه
لوګر کې ۱۷۰زره نیالګي را غونډ شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ