Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روزا اوتنبایووا: افغانان جګړو ځپلې او باید لاسنیوی یې وشي.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

روزا اوتنبایووا: افغانان جګړو ځپلې او باید لاسنیوی یې وشي.



په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا میدان‌وردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت والي قاري بخیتار معاذ سربېره د یوشمېر ادارو له مسوولانو او په نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

په یاده لیدنه کې د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، دغه ولایت کې د نړیوال بانک ۳۰۰ نیم‌ګړې پروژې پاتې او اړتیا ده چې یادې پروژې ژر تر ژره بشپړې شي.

هغه وویل، اوس د هېواد په کچه سراسري امنیت ټینګ شوی او د ملګروملتونو اړوند نړیوالو بنسټونو او موسسو ته پکار ده چې په دغه ولایت کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، بشري مرستو او بیارغونې برخو کې خپلې هڅې او پروژې دوه برابره کړي.

بل‌خوا افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتن‌بایووا وویل، افغانان د تېرو څلورو لسیزو جنګ جګړو له امله سخت زیانمن شوي او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لاسنیوی وشي.

اوتن‌بایووا ټينګار وکړ چې هڅه کوي د بشري مرستو، پراختیايي او کاري فرصتونو برابرولو برخه کې د نړیوالو بنسټونو مرستې راجلب کړي.

هغې همدارنګه د میدان‌وردګ نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو او پراختیايي پروژو هم لیدنه کړې ده.

مطالب

روزا اوتنبایووا
افغانان جګړو ځپلې او باید لاسنیوی یې وشي

دا خبر نورو سره شریک کړئ