Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان او قطر ترمنځ پر اړيکو او اقتصادي مسائلو خبرې شوي.
۲۵ دلو ۱۴۰۳

د افغانستان او قطر ترمنځ پر اړيکو او اقتصادي مسائلو خبرې شوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د سلواغې په ۲۵مه نېټه د دې هېواد له لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي.
د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت پر اېکس پاڼه ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او قطر ترمنځ پر اړيکو، اقتصادي مسائلو، د حکومت او خصوصي سکتور له لوري د پانګونې اړوند موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
ویل کیږي تردې وړاندې هم هڅه شوې، ترڅو د قطر له خصوصي سکتور سره د افغان حکومت اړيکي پراخې شي او د دوی پانګونه افغانستان راخپله کړي.

مطالب

د افغانستان او قطر
پر اړيکو او اقتصادي
مسائلو خبرې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ