Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۱ زره ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي.
۱۸ حوت ۱۴۰۳

په تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۱ زره ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي.

د روان هجري لمریز کال په ۱۱ میاشتو کې، څه باندې زر ټنه جلغوزي نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو صادرو شویو جلغوزیو ټول ارزښت څه باندې ۱۴ میلیونه ډالره بولي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله، سږ کال د جلغوزیو په صادراتو کې یو څه کمښت راغلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چین، پاکستان عربي متحده امارات، امریکا، اردن، اتریش، ایټالیا، بریټانیا او فرانسه د افغانستان د جلغوزیو تر ټولو مهم پېردونکي پاتې شوي دي. د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې افغانستان د روان لمریز کال په یوولسو میاشتو کې، ۱۱۱۷ ټنه جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر کړي، خو دا اندازه د تېر کال په ورته موده کې، ۲۱۰۲ ټنه وه.

مطالب

په تېرو ۱۱ میاشتو کې
څه باندې ۱۱ زره ټنه
جلغوزي بهر ته صادر شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ