Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کرېکټ بورډ چارواکو د اساهي له کورنۍ سره خواخوږي او نغدي مرسته وکړه.
۹ دلو ۱۴۰۳

د کرېکټ بورډ چارواکو د اساهي له کورنۍ سره خواخوږي او نغدي مرسته وکړه.


د کرېکټ بورډ چارواکو د اساهي له کورنۍ سره خواخوږي او نغدي مرسته وکړه  

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو او یوشمېر لوبغاړو د بدن ښکلا اتل «علي‌رضا اساهي» کورنۍ سره د نوموړي د مړینې له امله خواخوږي او نغدي مرسته وکړه.

کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف، اجراییه رییس نصیب‌خان او د شاپور ځدراڼ ترڅنګ د کرېکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم د اساهي کورنۍ ته ورغلي وو.

کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «مشرتابه، یو شمېر لوبغاړي او کارکوونکي پرون ورځ د بدن د ښکلا اتل مرحوم علي رضا اساهي د مړینې له امله د هغه له کورنۍ سره د همدردۍ او غمشریکۍ په موخه د مرحوم کور ته ولاړل او د مرحوم کورنۍ، اولادونو او ټولو خپلوانو ته یې د نوموړي په حق کې دعا وکړه.»

کرېکټ بورډ همداراز لیکلي چې د یوشمېر لوبغاړو له لوري اعلان شوې مرستې به هم د اساهي کورنۍ ته وروسپارل شي.

د افغانستان د بدن ښکلا نړیوال اتل علي‌رضا اساهي روانه اوونۍ د زړه درېدو له امله ساه ورکړه. هغه همدا څو میاشتې وړاندې د افغانستان لپاره د بدن ښکلا برخه کې نړیواله اتلولي ترلاسه کړې وه.

مطالب

د کرېکټ بورډ چارواکو
له کورنۍ سره خواخوږي
اساهي

دا خبر نورو سره شریک کړئ