فاکسنیوز: ټرمپ د پنټاګون لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کوي.
فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د پنټاګون د لوړپوړو
چاوراکو لېستونه چمتو کوي چې له دندو یې ګوښه کړي، مګر دا لومړی ځل نهدی
چې یوه اداره د نويو سیاسي اهدافو د سمون لپاره لوړ پوړي پوځي قوماندانان
له دندو لرې کوي او پر ځای یې نور ټاکي. د راپور له مخې، ټرمپ هم غواړي چې د
خپلو پالسیو د ښه تطبیق لپاره په پنټاګون کې د لوړپوړو چارواکو د کوښه
کولو او په ځای یې د داسې پوځي مشرانو ټاکلو لپاره لېستونه برابر کړي چې
دده په خوښه موخې تعقیب کړي. بل خوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي،
چې د دولت د ښهوالي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو
سلنې پورې کموالی رامنځته کېږي.