Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې یوې ماشومې اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.
۱۱ سرطان ۱۴۰۴

غزني کې یوې ماشومې اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي ووایی چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خاشا کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده دوه کلنه ماشومه د خپل کور ترڅنګ د اوبو په یوه حوض کې لوېدلې او مړه شوې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.

مطالب

غزني کې یوې ماشومې اوبو کې
د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ