Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران د بهرنیوچارو وزیر د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی.
۷ دلو ۱۴۰۳

د ایران د بهرنیوچارو وزیر د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی.



کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراق‌چي د یوه پلاوي په مشري نن یکشنبه، سلواغې اوومه کابل ته راغلی دی.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو د ملي ګټو او شته اندېښنو ته د تعامل پر بنسټ د حل لارو چارو په موخه شوی دی.

یاد وزارت همداراز لیکلي چې دغه سفر به د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو ګټو برخه کې اغېزمن تمام شي.

کابل کې د ایران سفارت تېره پنجشنبه اعلان کړی و چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

عراقچي لومړنی لوړپوړی ایرانی چارواکی دی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

مطالب

د ایران سفارت
د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراق‌

دا خبر نورو سره شریک کړئ