Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لیبیا کې ډله‌ییز قبر؛ د ۵۰ کسانو جسدونه موندل شوي.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

لیبیا کې ډله‌ییز قبر؛ د ۵۰ کسانو جسدونه موندل شوي.

لیبیا کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په سوېل‌ختیځ کې په دوو ډله‌ییزو قبرونو کې ۵۰ جسدونه موندل شوي دي.

ویل کېږي، یادو کسانو غوښتل چې د شمالي افریقا له هېوادونو څخه اروپا ته ځانونه ورسوي.

د لېبیا امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، لومړی ډله‌ییز قبر چې سوېل‌ختیځ ښار کوفرا کې موندل شوی، په‌کې د ۱۹ کسانو جسدونه پیدا شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي محمدالفدیل وویل، دویم ډله‌ییز قبر هم په یاد ښار کې موندل شوی چې په‌کې لږ تر لږه ۳۰ جسدونه خښ شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د ژوندي پاتې شویو کسانو د معلوماتو له مخې، نږدې ۷۰ کسان په هغه ځای کې ښخ شوي وو او چارواکي لاهم په سیمه کې پلټنه کوي.

العبرین خیریه موسسه چې په ختیځ او سویلي لیبیا کې کډوالو سره مرسته کوي، وویل چې په ډله‌ییزو قبرونو کې موندل شوي ځینې کسان، د ښځو پروړاندې په ډزو وېشتل شوي او وژل شوي دي.

له دې وړاندې هم په لېبیا کې اروپا ته د رسېدو په تکل د پناه‌غوښتونکو ډله‌ییز قبرونه موندل شوي وو.

اروپا ته د رسېدو لپاره لېبیا د افریقا او منځني ختیځ هېوادونو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره تر ټولو نږدې او اصلي لار ګڼل کېږي.

مطالب

لیبیا کې
ډله‌ییز قبر
د ۵۰ کسانو جسدونه موندل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ