Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د میدان وردګ ـ لوګر ترمنځ د سړک د رغولو قراردادونه لاسلیک شول.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

د میدان وردګ ـ لوګر ترمنځ د سړک د رغولو قراردادونه لاسلیک شول.

د ا.ا.ا د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د میدان وردګ – لوګر ترمنځ د نږدې ۵۰ کیلومټره سړک د جوړولو قراردادونه یې لاسلیک کړل.
دا قراردادونه له دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره د ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
یاد وزارت زیاتوي، چې د دې سړک په رغولو کې ۱۲۰ واړه پلونه شامل دي.
دا سړک د ميدان وردګو ولایت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل شوی؛ له الوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سیمو په تېرېدو د لوګر ولایت له مرکز پل علم ښار سره نښلول کېږي.
د معلوماتو له مخې د یاد سړک د جوړولو چارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي، چې لومړی برخه یې ۱۷.۴ کیلومټره او دویمه برخه یې ۳۱.۶ کیلومټره اوږدوالی لري.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار – هرات د ریللارې د تفصیلي ډیزاین او سروې اړوند ۵ قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.

مطالب

د میدان وردګ
لوګر ترمنځ د سړک
د سړک د رغولو
قراردادونه لاسلیک شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ