Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سور صلیب: افغانستان لا هم د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

سور صلیب: افغانستان لا هم د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دی.

 په دغه راپور کې چې د ماینونو د خطرونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، خپور شوی، راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۵۶۴ کسان، چې په کې ۴۳۴ ماشومان هم شامل دي، د چاودېدونکو توکو په ۲۵۱ پیښو کې مړه دي. 

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان د سره صلیب کمېټې رییسې، کاترینا ریتز ویلي، ماینونه او له جګړې نور پاتې شوني، د اقتصادي ځنډ سربېره نورې فاجعې هم رامنځته کوي او ډېری قربانیان یې ماشومان وي.

 په راپور کې همدا راز ویل شوي چې دغې کمېټې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې ۱۰۰ رضاکاران وروزل څو په افغانستان کې په پنځو ماینونو او ناچاودو توکو لرونکو سیمو کې د ماین د خطرونو په اړه د عامه پوهاوی ورکړي.

مطالب

سور صلیب
افغانستان لا هم د ناچاوده توکو
له ګواښ سره مخ دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ