Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غزني په اب‌بند کې د یوه کاریز لوېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
۳۱ سرطان ۱۴۰۴

د غزني په اب‌بند کې د یوه کاریز لوېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالۍ کې د یوه کارېز لوېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي  وویل چې یاده پېښه نن د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ په صاحب‌زاده کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کارګر د کارېز پر کيندلو بوخت وو.

نوموړي وویل، دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي او ځينې نور کارګر ژغورل شوي دي.

ده په وینا، د یادي ولسوالۍ امنیتي کسان پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او  ټپيان يي د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

مطالب

د غزني په اب‌بند کې د یوه کاریز لوېدو پېښه کې
څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ