د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۱۱۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول حافظ عبدالحلیم فرقاني ویلي چې د اوبو رسولو دغه شبکې د یادې ولسوالۍ په خاکي او غبرکي خاکي کلیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې، چې پر مټ یې د سیمې ۱۱۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.