Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې یوه نجلۍ له ۱۰کلن کورني بند وروسته ازاده شوه.
۵ ثور ۱۴۰۴

هرات کې یوه نجلۍ له ۱۰کلن کورني بند وروسته ازاده شوه.



د هرات د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر ریاست مسوولان وايي، د دغه ریاست محتسبینو د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالي «شاده» سیمه کې یوه نجلۍ له کورني بند ازاده کړې.

د زنده‌جان ولسوالي د محتسبینو امر عبدالرحیم نوري وویل، لس کاله کیږي چې دغه نجلۍ د خپل پلار له لوري بندي شوې وه.

د هغه په وینا، یاده نجلۍ تر ازادېدو وروسته د روحي او رواني درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د یادونې ده چې د دغې نجلۍ پلار نیول شوی او دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم د پلازمېنې په ګډون نورو ولایتونو کې مېرمنې د خپل خاوند، وروڼو او زامنو له‌خوا کلونه کلونه په کورني بند کې اچول شوې وې چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا ازادې شوې دي.

مطالب

هرات کې یوه نجلۍ
له ۱۰کلن کورني بند
وروسته ازاده شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ