Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل ته د صادق‌خان په مشري پاکستاني پلاوي سفر کړی.
۲ حمل ۱۴۰۴

کابل ته د صادق‌خان په مشري پاکستاني پلاوي سفر کړی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد رسنیو ته د صادق خان سفر تاییدوي او وايي چې نوموړی به نن شنبه، وري دویمه د ا. له چارواکو سره وویني.

د پاکستان یوشمېر رسنیو پرون جمعه، وري لومړۍ نېټه راپور ورکړی چې محمدصادق د یوه پلاوي په مشري کابل ته تللی دی.

د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي چې د پاکستان ځانګړی استازی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر ستونزو، د تورخم مسلې، پاکستان کې د افغان کډوالو، سوداګرو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړي.

دا د نږدې درې میاشتو په اوږدو کې کابل ته د محمدصادق دویم سفر دی. له دې وړاندې محمدصادق د مرغومې په څلورمه کابل ته راغلی و او د ډیورنډ کرښې په اوږدو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو د اسلامي امارت له چارواکو سره بحث او خبرې کړې وې.

مطالب

کابل ته د صادق‌خان
په مشري پاکستاني
پلاوي سفر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ