Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د " تېرې کوتل" لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
۲ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د " تېرې کوتل" لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د کابل- ګردیز لویې لارې "تېرې کوتل" سیمه کې  د طوفان او واورې ښوېدونو له امله د ټرافیکو پرمخ په مؤقتي ډول تړل شوې وه، چې د یاد ریاست د تخنیکي ټیم او قرار دادي شرکت له لورې،  د واورې تر پاکولو وروسته بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د لوګر ټولګټو ریاست ویاند محمد رضاء کریمي د پنجشنبې په ورځ زینت راډيو ته وویل، د هڅو په پایله کې دغه لویه لاره نن سهار ۱۱ نیمې بجې له دواړو لورو د وړو او لویو موټرو پر مخ پرانېستل شوې ده.
ښاغلي کریمي ویلي، د یادې لویې لارې په پرانیستل کېدوکې د پکتیا ټولګټو ریاست کاري ډلې هم مرسته کړې ده.
یاده لویه لاره د تېرې شپې له ۲ بجو څخه، د زیاتې واورې اورښت او توفان له امله تړل شوې وه.
تیرې کوتل سړک شاوخوا ۱۵ کیلومټره د لوګر په ساحه کې موقعیت لري، چې د ځایي مسوولینو په وینا؛ د ژمي پرمهال د ډېرې واورې وُرېدو، برف کوچونو او د غره ښوېېدو له اړخه یوه له زیان‌منونکو سیمو ګڼل کیږي.

مطالب

لوګر کې
د " تېرې کوتل"
د ټرافیکو
پر مخ پرانیستل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ