Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شیخ‌هبت‌الله اخندزاده: د قصاص حکم عملي کول د شریعت برخه ده.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

شیخ‌هبت‌الله اخندزاده: د قصاص حکم عملي کول د شریعت برخه ده.



د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده کندهار کې د افغان حجاجو ښوونکو لپاره جوړ شوي سیمینار ته وینا کې ویلي، د قصاص حکم پلي کول د شریعت مهمه برخه ده او دا د بشر حقونو خلاف نه؛ بلکې د اسلامي حدودو پوره عملي کېدل دي.

د ده په وینا، «کفار» هڅه کوي چې هېواد کې اسلامي احکام تطبیق نه‌شي. هغه وویل: «کفار نه غواړي چې پر ځمکه د الله ج احکام تطبیق شي، بلکې غواړي چې د دوی حکمونه پلي شي.»

هغه ویلي چې مسلمان باید پوره اسلام پر ځان ومني.

د شیخ‌هبت‌الله اخندزاده دغه څرګندونې وروسته له هغې دي چې اسلامي امارت د تېرې جمعې په ورځ فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کړ.

یوشمېر بنسټونو پر دغو څلورو کسانو د قصاص حکم عملي کولو په غبرګون کې د دغه ډول سزاوو د پایته رسولو غوښتنه کړې ده.

مطالب

شیخ‌هبت‌الله اخندزاده
د قصاص حکم عملي کول
د شریعت برخه ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ