Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران څلور زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

ایران څلور زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د ایران د کرمان ولایت د مرکزي څارنوالۍ مشر مهدي بخشي ویلي، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې یې څلور زره افغان کډوال په دغه ولایت کې تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. 

نوموړي دا هم ویلي، چې دغه افغان کډوالو د استوګنې قانوني اسناد نه ‌لرل او له همدې امله له ایرانه اېستل شوي دي. 

 بل خوا د کرمان د امنیې قوماندانۍ د عملیاتو مرستیال امین یادګار‌ نژاد، له ایرانيانو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو په پېژندنه او ایستلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

مطالب

ایران څلور زره افغان کډوال
له دغه هېواده ایستلي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ