Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عراقچي: ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي.
۱۱ جوزا ۱۴۰۴

عراقچي: ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وایي، اټومي انرژي د ایراني وګړو څرګند حق دی.

 د راپور له مخې عراقچي زیاته کړې، چې ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي. د عراقچي په خبره، دا د ایران د خلکو «حق» دی او هغوی حق نه لري چې ترې بې برخې یې کړي. 

عراقچي دغه راز وایي چې د اټومي انرژۍ اړوند د ایران دریځ روښانه دی. تازه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په یو محرم راپور کې ویلي چې ایران له امریکا سره د مذاکراتو ترڅنګ د خپلو غني شویو یورانیمو زېرمې د اټومي وسلو کچې ته نږدې کړې دي. 

په راپور کې راغلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو اوسنۍ زیرمه د وسلو درجې له ۹۰ سلنې کچې څخه یوازې «یو تخنیکي ګام» لرې ده.

مطالب

عراقچي
ایران کې شرقي
او غربي پالیسي نه چلېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ