Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فصېح‌الدین فطرت: ګاونډیو او نړیوالو سره د جګړې اراده نه‌لرو.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

فصېح‌الدین فطرت: ګاونډیو او نړیوالو سره د جګړې اراده نه‌لرو.



د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمدفصېح‌الدین فطرت وايي چې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سره د زور او جګړې اراده نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۷۰۰ منسوبینو د فراغت‌غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

لوی درستیز ټينګار کړی چې د اسلامي اردو جوړول د ګاونډیو او نړیوالو سره د جګړې لپاره نه‌دي، بلکې د هېواد پولو او اسلامي ارزښتونو ساتنې لپاره جوړېږي.

هغه وویل: «مونږ له ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو سره د زور او جنګ اراده نلرو او د خبرو او مصالحي له لارې له ټولو سره تعامل غواړو، خو که څوک د زور او زیاتي هڅه وکړي داسې ځواب به ورکړو، لکه درې نورو ابر قدرتونو ته مو چې مخکې ورکړی دی.»

په یاده فراغت‌غونډه کې د ملي دفاع وزارت مسوولانو همداراز د یاد وزارت له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند وکړي

مطالب

فصېح‌الدین فطرت
ګاونډیو او نړیوالو
سره د جګړې اراده نه‌لرو

دا خبر نورو سره شریک کړئ