Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار او لغمان؛ د ترافیکي پېښو له کبله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۱۲ دلو ۱۴۰۳

ننګرهار او لغمان؛ د ترافیکي پېښو له کبله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ننګرهار او لغمان کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله دوه کسانو خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «څلورم فارم» سیمه کې یو ویکسار ډول موټر یو ماشوم وهلی، چې له امله یې یاد ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په خبره یاده ترافیکي پېښه د موټرچلوونکي د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. دغه راز د لغمان امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند «مشه خېلو» سیمه کې یو الټو ډوله موټر د ګړندي تګ له کبله د برېښنا له یوې پایې سره ټکر کړی، چې پرمهال یې یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا په ټپيانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

مطالب

ننګرهار او لغمان
د ترافیکي پېښو
له کبله ۵ کسانو ته
مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ