Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې سږکال ۲۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې شوي.
۲۳ دلو ۱۴۰۳

پکتيا کې سږکال ۲۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې شوي.



د پکتيا محلي مسوولان وايي چې روان کال په ياد ولايت کې د حکومتي بوديجې او موسسو په مرسته ۲۷۰ پراختيايي او پرمختيايي پروژې بشپړې شوې دي.

د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين نن سه‌شنبه، سلواغې ۲۳مه یوې خبري ناسته کې وويل چې د يادو پروژو له ډلې ۳۰ پروژې چې ۵۷۶  ميليونه افغانی لګښت پرې شوی، حکومتي بوديجې په مرسته پلې شوې دي.

هغه دغه‌راز وويل چې روان کال پکتيا کې بېلابېلو موسسو د ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ۲۴۰ پروژو د بشپړېدو ترڅنګ، بشري مرستې هم کړي دي.

په يادو پروژو کې د سړکونه، کانالونه، چک ډيمونه، ښوونځيو لپاره ودانيو جوړول او بېلابېلې نورې پروژې په‌کې شاملې دي.

مرستيال والي همداشان ټينګار وکړ چې د ولايت په کچه د پروژو د ښه پلي‌کېدو او د چارو څارنې لپاره ځانګړې تخنيکي کمېټه هم جوړه کړې ده.

په ياد رسنيز کنفرانس کې د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالداری رييس سيدمحمد امين هاشمي وويل چې د مرکز په ګډون يې په بېلابېلو ولسواليو کې ۲۱۵ د سبزيجاتو کرنې لپاره شنې خونې جوړې کړې. د نوموړي په وینا، یادې شنې‌خونې مستحقو بزګرانو ته د موسسو له‌خوا جوړې شوي دي.

دې خبري ناسته کې د پوهنې، کليو او پراختيا، ښاروالي، کار او ټولنيزو چارو، عامې روغتيا او ځینو نورو ادارو مسوولانو هم د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.

مطالب

پکتيا کې سږکال
۲۷۰ پراختیايي
پروژې بشپړې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ