Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې.
۲۸ دلو ۱۴۰۳

خوست کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې.

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت وايي، په يادو پروژو کې د ښار داخل کې د کانال ترميم، د حکومتي ادارو پياده رونه، ښار کې روښنايۍ څراغونو نصبول، د نهه پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړېدل او ځينې نورې پروژې شاملې دي.

د یادو پروژو لګښت د ښاروالي له لوري ورکول کېږي.

په ورته مهال مسوولانو د یوشمېر پروژو د چارو بشپړېدو او ګټې‌اخیستنې ته د سپارلو په دې مراسمو کې وویل چې یادې پروژې د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

د دوی په وینا، په دې پروژو کې د لس کيلومتره په اندازه سړکونو غاړو ويالې، يوکيلو متر سړک او ۸۰ پلچکونه جوړ شوي دي.

يادو مراسمو کې  د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال وويل چې د ښار بېلابېلو برخو کې ۳۲بېلابېلې پروژې په پلان کې دي چې د کال تر پایه به بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شي.

مطالب

خوست کې د ۹۰ میلیونه افغانیو
په لګښت پروژې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ