Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا د یمن پر پلازمینه ۹ او صعده ښار ۶ ځلې بمبار کړی.
۴ ثور ۱۴۰۴

امریکا د یمن پر پلازمینه ۹ او صعده ښار ۶ ځلې بمبار کړی.



د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، د اسراییلي رژیم ملاتړ کې پر یمن د امریکا له هوايي او توغندیزو بریدونو ۴۱ ورځې وروسته، پر دغه هېواد هوايي بمبار لا هم دوام لري.

د یمن المسیره شبکې نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د امریکا جنګي الوتکو تازه د دغه هېواد شمال ته صعده ښار کې پر «سهلین» سیمې ۶ ځلې بمبار کړی. یمني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر اسمان اوس هم جنګي الوتکې ګرځي.

راپور کې ویل شوي چې امریکا د پلازمینې صنعا ښار په «براش او نقم» سیمو هم ۹ ځلې بمباري کړې ده.

تراوسه د یمن پر بېلابېلو سیمو د امریکا دغو تازه هوايي بریدونو کې د مرګژوبلې شمېرې نه‌دي مشخصې شوي.

تر دې وړاندې تېره ورځ یمن کې د حوثي ډلې ویاند یحیی سرېع ویلي، د امریکايي ځواکونو اړوند بې‌پېلوټه الوتکه یې ویشتلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا اېم‌کیو-۹ ډرون الوتکې د یمن شمال‌لوېدیځ حُجه ولایت کې برید کاوه چې د دوی له لوري له‌منځه وړل شوې ده.

یحیی سرېع وايي چې دا په روانه میاشت کې اوومه بې‌‌پېلوټه الوتکه ده چې د دوی له لوري له‌منځه وړل کېږي. پر غزې د اسراییلو برید راهیسې بیا حوثیانو تر دې مهاله ۲۲ ډرون الوتکې ویشتلې دي.

امریکا د مارچ میاشتې له پیل راهیسې تر دې مهاله یمن کې د حوثیانو پرضد ګڼ بریدونه کړي چې پرمهال یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

امریکا وايي، بریدونه یې، د حوثي ډلې پر مرکزونو او د یادې ډلې د کمزوري کولو لپاره دي، خو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ډېری دې بریدونو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مطالب

امریکا د یمن پر پلازمینه
۹ او صعده ښار
۶ ځلې بمبار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ