لوګر کې د ترانسپورتي خدماتو له درکه نږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي.
د لوګر د واټ ترانسپورټ د تنظیم مدیریت مسوولین وایي، چې د روان ١٤٠٣ کال په لړ کې یې نږدې ١١ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د واټ ترانسپورت د تنظیم لوی مدیر، مولوي محمد عمر روحاني ویلي، د روان کال له پیل څخه تر دې دمه یې ١٠ میلیونه او ٩ سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه او د حکومت خزانې ته تحویل شوي دي.
ښاغلي روحاني زیاته کړې؛ یاد عواید د ځمکني ترانسپورت برخه کې؛ په دوه کوچنیو بندرونو او دوه ترانسپورتي تم ځایونو کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو او د موټرو په تم ځایونو کې له مسافر وړونکو وسایطو څخه راټول شوي دي.
د لوګر د واټ ترانسپورټ د تنظیم ادارې د مسؤلینو په وینا، اوس مهال د یو ترمینل جوړولو لپاره د ځمکې برابرولو ترڅنګ شته تم ځایونو کې د تطبیق شویو کرایو څارنه او باربري تم ځای جوړول تر کار لاندې دي او زیاتوي، چې دغه ډول د څرخ ولسوالۍ او پکتیا ولایت د مسافر وړونکو موټرو لپاره د تم ځایونو د تنظیمولو ترڅنګ د التمور په سیمه کې د تېرې پارک لپاره ٢٠٠ جریبه ځمکه هم ځانګړې شوې ده.