Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متقي: افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته نوي پړاو ته داخل شوی.
۱۲ ثور ۱۴۰۴

متقي: افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته نوي پړاو ته داخل شوی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې کابل ته د امریکايي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړی. 

متقي د افغانستان اوسنی وضعیت د تېرو ۴۵ کلونو په پرتله بې ساری بللی او په دې برخه کې یې له امریکا غوښتي، چې د افغانستان وضعیت په دقت او حقیقت پر بنسټ وڅېړي. نوموړي، د امنیت او نشه يي توکو پر ضد د سرپرست حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، دا هغه واقعیتونه دي چې باید درک شي. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان کې د تېرو درې کلونو پرمختګونو ته په اشارې له ټولو خواوو غوښتي، چې د پروپاګند تر اغېزې لاندې رانشي. 

د افغان حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي د سیمې له هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره اړیکې ښې بللې او ویلي دي، چې د دغو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.

مطالب

متقي: افغانستان
له ۴۵ کلونو وروسته
نوي پړاو ته داخل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ