کابل کې د کوډګرو یوه ډله نیول شوې.
د امربالمعروف، نهېعن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نن (سهشنبه، ثور ۲۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار محتسبینو د کوډګرو هغه ډله د کوډو وسایلو سره یو ځای نیولې چې د دم او تعویذ په نومونو به یې د کورنیو ترمنځ ستونزې را پورته او د پیسو په بدل کې کوډې کولې.
دغه وزارت که څه هم نه دي ویلي چې چې دغو کوډګرو د کورنیو ستونزو د حل په پلمه مېرمنې «بلکمېل» کولې او له هغوی به یې د پیسو ترڅنګ ناوړه ګټه پورته کوله.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کوډګر به د ډېرو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي.
امربالمعروف وزارت ډاډ ورکړی چې هېڅ چا ته اجازه نهورکوي، څو ټولنه کې خرافاتي او غیرشرعي کړنې ترسره کړي.
دغه وزارت له خلکو غوښتي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهېعن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تېر یوه کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې (۹۳۵) کوډګر نیولي دي.