Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د صنعت اونۍ نندارتون کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه شوي.
۱۲ جوزا ۱۴۰۴

د صنعت اونۍ نندارتون کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه شوي.

د کانونو او صنایع خونه وایي، د صنعت اونۍ نندارتون کې ۱۳۸ سکټورونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي و، چې د یو زر او ۵۰۰ بهرنیو پانګه‌والو په ګډون ۵۰۰ زره خلکو لیدنه ترې کړې ده.

 پر دې سربېره په دې نندارتون کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي او د یو میلیون ډالرو په ارزښت پېر او پلور پکې شوی دی. 

هم‌مهاله افغان پانګوال او صنعتکاران له خلکو غواړي، چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای دې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، تر څو د هېواد اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي. 

د صنعت اونۍ څلورم ملي نندارتون، چې د روانې غبرګولي میاشتې په شپږمه نېټه د ۶۰۰ کورنیو شرکتونو په ګډون پیل شوی و، پرون پای ته ورسېد.

مطالب

د صنعت اونۍ نندارتون کې
د ۷ میلیونه ډالرو
په ارزښت تړونونه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ