Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشوې.
۹ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشوې.

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي زینت راډیو ته وویل، دغه مرسته د طبیعي پېښو پرضد مبارزې او کلیو پراختیا ریاستونو له لوري له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره شوې ده.

صدیقي زیاته کړه، په مرسته شویو توکو کې د سرپناه خېمې، ترپالونه، کمپلې، غنم، اشپزخانې کېټونه، غوړي او د روغتیا کېټونه شامل دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د لوګر په پاتې سیمو او ولسوالیو کې هم له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره د بېړنو مرستو په پار سروې پيل شوې او ډېر ژر به پاتې زیانمنو کورنیو سره هم د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشي.

هېره دې نه وي چې روانه اونۍ لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

مطالب

لوګر کې له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو
کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ